ads

په امریکا کې دوه زره نور کسان کورونا مړه کړي

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۲۹ میلیونه ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر ۵۳۴ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

محمدخان بریال
24 کب 1399
په امریکا کې دوه زره نور کسان کورونا مړه کړي

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۱۹ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه او ۶۰۰ زره ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۰۱ زره او ۸۸۱ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۷۷زره او ۱۰۲، په مکسیکو کې ۱۹۳زره او ۸۵۱، په هند کې ۱۵۸زره او ۴۴۶، په بریټانیا کې ۱۲۵ زره او ۷۰۱، په ایران کې ۶۰ زره او ۹۲۸ او په پاکستان کې ۱۳ زره او ۷۷۷ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA