ads

په کندهار کې پر ټېلر موټر د ماین چاودنې مخه نیول شوې

د کندهار امنیتي ځواکونو د تیلو پر یو ټېلر موټر نښلول شوی ماین کشف او شنډ کړی دی.

تاج محمد ساحل
24 کب 1399
په کندهار کې پر ټېلر موټر د ماین چاودنې مخه نیول شوې

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، نن د کندهار پنځمې امنیتي حوزې اړوند د اتفاق سرای په سیمه کې وسله والو د تېلو پر ټانکر چسپکي ماین نښلولی و، چې د امنیتي ځواکونو له لوري یې مخه ونیول شوه.
د بارکزي په خبره، د پنځمې امنیتي حوزې پولیسو د خلګو په مرسته یاد ماین کشف او تر چاودنې وړاندې شنډ کړی دی.
په دغه سرای کې سلګونه په تیلو، ګازو او یو شمېر نور توکو بار موټرونه ولاړ وي.
تر اوسه د ماین اېښودلو مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA