د پولیسو په وینا، نیول شوو کسانو هوډ درلود چې تښتول شوی کس له دهسبز ولسوالۍ څخه بلې سیمې ته ولېږدوي چې د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې تښتول شوی کس د تښتوونکو له منګولو ازاد شوی دی.
د دغو عملیاتو په پایله کې یو میل وسله، یوه پایه مخابره او یو موټر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د پولیسو په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په سروبي ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو په نورو هدفمندو عملیاتو کې دوه تښتول شوي کسان د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوي دي.
که څه هم په دې وروستیو کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د افغان سرتېرو مبارزه ګړندۍ شوې، خو هېوادوال په دې برخه کې د هغوی پر لا ډېرو هڅو ټینګار کوي.


