د دې ادارې ویاند فرهاد بایاني وایي، نښته پرون ماښام رامنځته شوې ده چې یو تن پکې وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د بایاني په وینا، تر پېښې وروسته د زندان امنیتي سرتېري پر دې توانېدلي چې رامنځته شوې نښته پای ته ورسوي او ټپیان روغتون ته ولېږدوي.
د نښتې رامنځته کېدو دلیل معلوم نه، خو یو شمېر سر چینې وایي، نښته د سیاسي او جنایي بندیانو تر منځ شوې ده.
تر دې وړاندې هم په ورته پېښو کې مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.


