دا موضوع چې له یوې خوا په خوست کې د ټولنیزو رسنیو سرټکی ګرځېدلی، بل لوری تېره ورځ د غرفو مالکینو له خوا لاریون د پولیسو سره په فزیکي شخړه هم واوښت.
لاریون کوونکو ویل، ترهغه به خپلې ټپرۍ پرېنږدي، څو د ښاروالۍ له لوري ورسره د شوي قرارداد نېټه پوره شوې نه وي، خو د ښاروالۍ مسولین وایي؛ د قانون له مخې دوی د قرارداد د فسحې صلاحیت لري.
تازه د خوست ښاروال دوکتور روشان نوید د یو خبري کنفرانس پرمهال تور پورې کړ چې د دغو غرفو د خاوندانو ترشا نورې داسې کړۍ شته چې د ښاري پراختیا د ماسټر پلان پر وړاندې خنډونه جوړوي او د دغو غرفو ګټه تردې کړیو رسېږي.
هغه که څه هم په ښکاره د چا نوم نه اخلي خو وایي چې دوی د شخصي ګټو لپاره خلک او د ټپریو مالکین لاریونونو او تاوتریخوالي ته هڅوي:
«تاسو ته بهتره معلومه ده چې دا ټپرۍ په څو څو لاسونو پلورل شوې او مختلفې کړۍ چې نوم یې نه اخلم داخلې دي، بار بار یې هڅه وکړه چې د ټپریو د له منځه وړلو مخه ونیسي څو ددوی ګټې له منځه لاړې نشي.»
په ورته مهال د خوست یو تن اسېدونکی ایوب جان خاطر هم ورته څرګندونې کوي او وايي چې د خوست ښار دپراختیا مخه د دغه ولایت یو شمېر مدني فعالانو او نورو چارواکو د شخصي ګټو په موخه نیولې ده.
هغه وایي د ښار په منځ کې جوړو شوو ټپریو نه یوازې چې د ښاري پلان مخه ډب کړې، بلکې په ښار کې د ګڼې ګوڼې سبب هم دي:
«موجوده ټپرۍ چې په غیرمنظم ډول سره جوړې شوې دي، د ښار ښکلا یې خرابه کړۍ او ترڅنګ یې د زیاتې ګڼې ګوڼې لامل شوې دي، اوس چې یې د له منځه وړلو کوم اقدام کېږي، نو پروړاندې یې یو شمیر کړۍ چې په هغه کې مدني فعالان هم دي مخه نیسي، زموږ غوښتنه داده چې دا ټپرۍ له منځه یووړل شي او د ښار پراختیا او ښکلا ته زمینه برابره شي.»
د ښاروالۍ د مسولینو په وینا خوست ښار د هیواد د هغو پنځو ولایتونو په قطار کې راغلی چې ښارونه به یې د نوي ماسټر پلان له مخې د جمهور رئیس په لارښوونه پراختیا مومي.
هغه وایي د یاد پلان د تطبیق او پروړاندې یې د شته خنډونو د له منځه وړلو لپاره د خوست ښاروالۍ ترڅنګ د ملي امنیت ریاست، د خوست څارنوالي، امنیه قومنداني او یو شمیر نورو ادارو څخه ګډ کمیسیون جوړ کړی:
«خوست ښار چې د ټپریو پر ښار مشهور شوی وموغوښتل چې د ريس جمهور د هدایت سره سم د ښاري پراختیا د ماسټر پلان له لپاره زمینه برابره کړو، چې دا هم د رئیس جمهور او هم د خلکو غوښتنه ده، موږ ګډ کمیسیون ایجاد کړی څو په ښار کې شته خنډونه له منځه یوسو.»
د ښاروالۍ د مسولینو په وینا چې اوس مهال یې په دې ولایت کې د غرفو د له منځه وړلو کار د یو شمیر مشرانو په لارښوونه د څو ورځو لپاره درولی، خو د ښاري پراختیا د ماسټر پلان پروړاندې شته خنډونه به له منځه وړي او د ښار اوسنۍ وضعیت ورته د منلو نه دی.


