هغه زیاته کړې چې ملګري ملتونه به د ښکېلو لورو په خوښه او غوښتنه همکاري وکړي.
د ده په وینا، ملګري ملتونه د افغان سولې په تړاو له ترکیې، روسیې او قطر هېوادونو سره هم په اړیکه کې دي.
ملګري ملتونه پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې په اپرېل میاشت کې په ترکیه کې د یاد سازمان په مرسته د افغان سولې غونډه جوړه شي، چې افغان حکومت به هم پکې ګډون کوي.
د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب تېره ورځ خبري ناستې ته وویل، افغان حکومت چمتو دی چې د ترکیې او روسیې په کېدونکو ناستو کې برخه واخلي.
بلخوا، په پام کې ده چې په نېږدې ورځو کې په روسیه کې هم د افغان سولې په تړاو غونډه وشي او دې غونډې ته د افغان حکومت د مشرانو تر څنګ طالبان هم بلل شوي دي.


