د یاد ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د یکشنبې په ورځ کلید ته وویل، نن سهار مهال د غزني ولایت د دویمې حوزې اړوند د قلعه قدم په سیمه کې د ناپېژندو وسله والو په برید کې د استیناف محکمې کمپیوټر کار قربان علي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه زیاتوي چې د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي او پولیس یې د نیولو هڅې کوي.
تر دې وړاندې هم په وسله والو بریدونو کې د محکمو ګڼ شمېر کارکوونکي او قاضیان وژل شوي دي.
تر اوسه د برید پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.


