له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دا لیدنه پرون مازدیګر ناوخته ترسره شوه.
د سرچینې په وینا، په ترسره شوې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې پر پروسه، د هېواد پر امنیتي حالت او د افغان سرتېرو پر ملاتړ خبرې اترې وکړې.
د ارګ خبرپاڼه وایي، چې د دوی له لوري په هېواد کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو هم اندېښنه څرګنده شوه.
دا کتنه داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکي کې په مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه وشي چې دې غونډې ته د افغان حکومت مشران او طالبان هم بلل شوي دي.


