ads

بهر ته د څلورو ماشومانو د قاچاق مخه ونیول شوه

د بغلان پولیس بهر ته د څلورو ماشومانو د قاچاق مخنیوي خبر ورکوي.

محمدخان بریال
24 کب 1399
بهر ته د څلورو ماشومانو د قاچاق مخه ونیول شوه

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوېدل بشارت وایي، د بغلان د پولیسو د عملیاتو په پایله کې د هغو څلورو ماشومانو د قاچاق مخه ونیول شوه چې بهر ته لېږدول کېدل.
د ده په وینا، د یادې پېښې په تړاو یو تن نیول شوی دی.
بشارت زیاتوي چې دغه ماشومان د بلخ ولایت اوسېدونکي دي.
په ورته وخت کې د یادو ماشومانو کورنۍ د بغلان د پولیسو له هڅو څخه مننه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA