ads

کابل ښار ته د بې اسنادو موټر راتګ منع شو

د کابل امنیتي چارواکي وایي، تر دې وروسته بې اسنادو موټر په جدي ډول څارل کېږي او په وینا یې، که داسې موټرونه تشخیص شول، ژر تر ژره به ضبط شي.

محمدخان بریال
23 کب 1399
کابل ښار ته د بې اسنادو موټر راتګ منع شو

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، په هغه صورت کې چې کابل ته بې اسنادو موټر راشي، د پولیسو له لوري درول کېږي او موټر چلوونکی به د پولیسو تر څار لاندې وي.
د هغوی په وینا، د دغه کار هدف په ښار کې د ترهګریزو بریدونو او تښتوونو مخنیوی دی.
امنیتي چارواکو له هېوادولو غوښتنه کړې چې د قانون په پلي کېدو له امنیتي بنسټونو سره همکاري وکړي.
د یادولو وړ ده چې وسله والې ډلې تل له بې اسنادو موټرو څخه ګټه اخلي او پر مټ یې ترهګریزې کړنې ترسره کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA