ads

په کندهار کې ۲۸ طالب جنګیالي وژل شوي

دفاع وزارت وایي، افغان سرتېري پر دې توانېدلي چې په کندهار ولایت کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله ور واړوي.

محمدخان بریال
23 کب 1399
په کندهار کې ۲۸ طالب جنګیالي وژل شوي

له دغه وزارت څخه د شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، دفاعي او امنیتي ځواکونو دهوايي ځواکونو په ملاتړ د کندهار ولایت په ارغنداب او ژېړۍ ولسوالیو کې د طالبانو پر وړاندې چانیز عملیات ترسره کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، د دغو عملیاتو په پایله کې ۲۸ طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا، د عملیاتو په پایله د طالبانو یو موټر، درې موټرسایکلونه، درې بوجۍ چاودېدونکي توکي او یوه اندازه وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
همداراز په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱۱ کړۍ ماینونه، چې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د وژلو په هدف ځای پرځای شوي وو، شنډ شول.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA