ads

په هرات کې ۱۶کلنه نجلي وژل شوې

د هرات روغتیایي چارواکي د ښوونځي د تابلو نسکورېدو په پېښه کې د ۱۶ کلنې نجلۍ د وژل کېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
23 کب 1399
په هرات کې ۱۶کلنه نجلي وژل شوې

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزی وایي، نن سهار مهال په هرات کې د سخت باد له امله د ښوونځي تابلو لوېدلې چې په پایله کې یې یادې نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نوموړي په وینا، بادونو د هرات په نورو برخو کې هم زیانونه اړولي دي.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم په ورته نورو پېښو کې مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA