ads

په هرات کې موټربم چاودنې ۶۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د تېرې شپې په موټر بم برید کې د ۶۲ تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
23 کب 1399
په هرات کې موټربم چاودنې ۶۲ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د یاد وزارت ویاند طارق ارین وایي، تېره شپه ناوخته د هرات ۱۴مې امنیتي حوزې ته نېږدې موټر بم برید ترسره شو.
د ده په وینا، په دې چاودنه کې اته تنه وژل شوي او ۵۴ نور ټپيان دي، چې په ټپیانو او وژل شویو کې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ښځې او ماشومان هم شامل دي.
امنیتي چارواکي که څه هم دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د پېښې مسولیت هم کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA