اعلامیه زیاتوي چې په دغو بریدونو کې د ښځو په ګډون ملکي مامورین، د قضايي څانګې غړي، مطبوعاتي کارکوونکي، روغتیا پالان او د بشري حقونو مدافعین په نښه کېږي.
امنیت شورا د دغو بریدونو په اړه خواشیني ښودلې او زیاته کړې یې ده چې یاد بریدونه دې ژر تر ژره ودرول شي او عاملین یې دې محاکمه شي.
امنیت شورا په افغانستان کې له ښکېلو غاړو غوښتي چې نړیوالو قوانینو ته درناوی او د عامو خلکو ژوند ته پام وکړي.
په اعلامیه کې ټیتګار شوی چې تلپاتې سوله د افغانانو په مشرۍ او د هغوی په خوښه راتلای شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د افغانستان د سولې په تړاو خبرې له کوم پرمختګ پرته روانې دي او په ورته وخت کې تاوتریخوالی او هدفي وژنې اوج ته رسېدلې دي.


