ads

محب: حکومت د ترکیې او روسیې په غونډو کې برخه اخلي

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وایي، افغان حکومت به د ترکیې او روسیې په کېدونکو ناسو کې ګډون وکړي.

محمدخان بریال
23 کب 1399
محب: حکومت د ترکیې او روسیې په غونډو کې برخه اخلي

نوموړي د شنبې په ورځ خبري ناستې ته دا څرګندونې وکړې.
هغه وویل، د مصالحې عالي شورا او بهرنیو چارو وزارت پر دې کار کوي چې په یادو ناسته کې د نورو هېوادونو د ګډون کچه معلومه کړي او زیاتوي چې تر دې وروسته به افغان حکومت خپل پلاوی اعلان کړي.
د ده په وینا، که د طالبانو ګډون د دوحې د پلاوي په کچه و، د افغان حکومت پلاوی به هم په دې ناسته کې برخه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د امریکا د نوې طرحې پر اساسي د اپرېل په میاشت کې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو ناسته جوړه شي، څو د جګړې ښکېل لوري یوې هوکړې ته ورسېږي.
بلخوا، په پام کې ده چې په نېږدې ورځو کې په روسیه کې هم د افغان سولې په تړاو غونډه وشي او دې غونډې ته د افغان حکومت د مشرانو په ګډون طالبان هم بلل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA