د دغه ولایت والي محمد عمر شېرزاد د شنبې په ورځ کلید ته وویل، دا ماین چاودنه نن سهار مهال د کندهار – ترینکوټ پر لویه لاره د ملکی وګړو پر موټر شوې ده.
هغه زیاتوي چې په دې پېښه کې درې ملکي وکړي چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د والي په خبره، ټپیان د ترینکوټ حوزوي روغتون ته وړل شوي او وژل شوي کسان خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
تر اوسه د دې چاودنې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


