ads

د عبدالروف د تښتوونې په تړاو ۵۵ داعشیان نیول شوي

د افغانستان د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج وایي، په بلخ کې د عبدالروف په نوم د تښتول شوي ماشوم پیدا کېدو ته نېږدې شوي او تر اوسه په دې تړاو ۵۵ کسان نیول شوي، چې ټول د داعش ډلې غړي دي.

محمدخان بریال
23 کب 1399
د عبدالروف د تښتوونې په تړاو ۵۵ داعشیان نیول شوي

نوموړی زیاتوي چې نیول شوي کسان د تاجکستان او ازبکستان وګړي دي، چې ډېری یې په بله بلخ، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې نیول شوي دي.
د سراج په وینا، نیول شوو کسانو په نورو ترهګریزو پېښو او هدفي بریدونو کې هم لاس درلود.
نېږدې درې میاشتې وړاندې په بلخ ولایت کې د عبدالروف په نوم یو ماشوم هغه مهال د تښتوونکو له خوا وتښتول شو چې ښوونځي ته پر لاره و.
له دومره مودې په تېرېدو سره لاهم د یاد ماشوم برخلیک معلوم نه دی، خو امنیتي چاوراکي وایي چې د هغه خوشي کېدو ته نېږدې شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA