د نوموړي په خبره لسګونه ملیونه انسانان به ګڼو هېوادونو کې تر ډېره حده د شخړو له کبله د سختې لوږې له خطر سره مخامخ شي.
ګوترش زیاته کړه، له فوري اقدامه پرته به ملیونونه انسانان په لسګونو هېوادونو کې له سختې لوږې او مرګ سره مخامخ شي.
د ګوترش د معلوماتو له مخې، تر ۳۰ ملیونه ډېر خلک په څه باندې ۳۶ هېوادونو کې د لوږې د اعلان په درشل کې دي.
د ده په وینا، سره له دې چې تر ډېره جګړې د لوږې سبب دي، خو اقلیمي بدلون او د کرونا وبا هم ورسره مرسته کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ