ads

کورنیو چارو وزارت: په میدان وردګ ولایت کې دوه ځانمرګي بریدګر ووژل شول

د کورنیو چارو وزارت په میدان وردګ ولایت کې د دوو ځانمرګي بریدګرو د وژل کېدو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
22 کب 1399
کورنیو چارو وزارت: په میدان وردګ ولایت کې دوه ځانمرګي بریدګر ووژل شول

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، دوه ځانمرګي بريدګر نن سهار مهال له دوو موټر بم بريدونو سره يوځای د ميدان وردک ولايت د ځانکړو ځواکونو قومندانۍ قرارګاه ته نېږدې هدف تر رسېدو وړاندې د ځانګړو ځواکونو له خوا له منځه يوړل شول.

د نوموړي په خبره په چاودنه کې یو تن سطحي ټپي شوی.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د برید په تړاو کومه تبصره نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA