د ۲۰۵اتل قول اردو درسیزوال جنرال عبدالمتین وایي چې د لومړی پلي لوا قومندان ډګروال مزمل ساپی د پنجشنبې ورځ د کندهار پنجوائي ولسوالۍ کې له وسلوالو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ژوند وبایله.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي .
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو د کندهار پنجوائي، ارغنداب او ژیړۍ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی چې دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

