ads

رسنۍ، ګواښونه او هوډونه

تبصره ۱۱ مارچ ۲۰۲۱

کلید
21 کب 1399
رسنۍ، ګواښونه او هوډونه

اوږده موده کېږي چې د بیان ازادي له جدي ګواښ سره مخ ده او ژورنالیستان په مرموز ډول د ناپېژانده کړیو له لوري وژل کېږي. په دې منځ کې تر ټولو اندېښمنوونکې بیا دا ده چې د حکومت له خوا د بیان ازادۍ او د ژورنالیستانو خوندیتوب له‌پاره نه یوازې هڅه نه‌کېږي، بلکې د ژورنالیستانو وژلو او په نښه کولو قضیې هم جدي نه‌نیسي او د امنیتي مسوولینو په کاري اجنډا کې لومړی ځای نه‌ لري.

نی یا له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې په وروستۍ سروې کې، دا موضوع په ښکاره توګه تصدیق شوې او د ژورنالیستانو او بیان ازادۍ پر وړاندې یې له خورا لویو او جدي خنډونو او ستونزو یادونه کړې ده.

د نی ادارې مسوولین وايي، د دوی وروستۍ سروې ښيي چې د امنيتي ګواښونو او د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي زياتېدو له امله په کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار کې د رسنيو ښځينه کارکوونکو شمېر مخ په کمېدو دی. په سروې کې راغلي چې لږ تر لږه په تېرو درېیو میاشتو کې دا کچه له ۱۹۰۰تنو ۱۷۰۰تنو ته راښکته شوې ده. د فیصدۍ له مخې په ننګرهار کې د رسنيو ښځينه کارکوونکو په شمېر کې ۴۰ سلنه، په کندهار کې ۹۰سلنه او په بلخ کې بيا ۲۰سلنه کم‌والی راغلی دی. د سروې له مخې په کابل کې بيا د رسنيو ښځينه کارکوونکو شمېر ۵سلنه زيات شوی، خو په هرات کې بيا ډېری رسنۍ ښځينه کارکوونکي نه‌لري او د پردې پرمخ نه ظاهرېږي.

بله مسئله چې د نی په باور د اندېښنې وړ ده او د بیان او رسنیو ازادي په جدي توګه ګواښي، هغه په هدفي توګه د خبریالانو په نښه کول او له منځه وړل دي. د دغې ادارې د معلوماتو پر بنسټ پخوا به ژورنالیستان په لویو بریدونو کې نښه ګرځېدل، اوس دا تکتیک بدل شوی او یو یو په نښه کېږي.

سربېره پر دې که چېرې د ټول کال ارقام را جمع شي، نو لیدل کېږي چې په تېرو ۱۲میاشتو کې د څلورو ښځینه خبریالانو په ګډون ۱۱تنه خبریالان وژل شوي دي. د خلوتګر په خبره، حکومت بايد ډاډ ورکړي چې په وضعيت کې به تغییرات راولي او د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ټولې قضيې به څېړي.

پر دغې سروې سربېره د جنورۍ په میاشت کې هم نی د یوه راپور په ترڅ کې ویلي وو چې ۲۰۲۰میلادي کال د رسنیو او بیان ازادۍ له‌پاره تر ټولو بد کال وو او د بیان ازادي په بې‌سارې توګه محدوده شوې وه.

د منتقدینو او رسنوالو په باور که چېرې حکومت د بیان ازادۍ او ژورنالیستانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه ونه‌کړي، نه‌یوازې دا چې د خودسانسورۍ لاملونه او زمینه به پراخه شي، بلکې ډېری ژورنالیستان به د دندې او بالاخره د هېواد پرېښودو ته شي.

اوس په ټوله کې هیلې په دې راڅرخي چې حکومت د بیان ازادۍ په برخه کې خپله ژمنتیا له سره تازه کړي او د ژورنالیستانو خوندیتوب له‌پاره په نویو لارو چارو باندې فکر وکړي، ځکه له هغه پرته د افغان حکومت دغه ستره لاسته راوړنه به چې د سیمې په کچه بې‌سارې ګڼل کېږي او پر حکومت سربېره ټول ولس ورباندې ویاړي، د ژور محدودیت او ټپتیا پر لور رهي شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA