سيګار افغانستان کې د شته لوړو خطرونو په تړاو خپل سږني رپوټ کې، اته احتمالي خطرونه په ګوته کړي چې ډېرېدونکې ناامني يې په سر کې ده.
سیګار په راپور کې لیکلي، د دوحې تړون څخه وروسته د تاوتریخوالی زیاتوالی، له افغان حکومت سره د نږدې ۳ملیارده ډالره مالي مرستې کمېدل، له سولې وروسته د مالي ملاتړ ناڅرګند والی، په ټولنه کې د پخوانیو وسلوالو ورګډېدل، افغانستان کې پراخ فساد، د نشه یي توکو کارو بار، د ښځو پر وړاندې ګواښونه هغه احتمالي ګواښونه دي چې سیګار یې په تړاو اندېښنه ښودلې ده.
د سیګار مشر څارونکي جان ایف سوپکو چارشنبې په ورځ د امریکې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو له مرکز سره په خبرو کې وویل، د سولې له تړون وروسته ناامني او د خلکو هدفي وژنې نورې هم زیاتې شوې دي او افغان حکومت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
نوموړي د امریکا له حکومت څخه وغوښتل چې له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي ترڅو افغان حکومت له متوجې ګواښونو څخه راووځي.
سیګار پخپل رپوټ کې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي؛ که بهرني ځواکونه او مرستندویه ادارې د قطر له تړون سره سم ووځي، نو ډېره ګرانه به وي چې د تېرو شلو کلونو لاسته راغلې ګټې خوندي وساتل شي.
سیګار دا اندېښنه داسې مهال شریکوي چې د امریکا لخوا د افغان سولې لپاره یوه بله نوې طرحه وړاندې شوې ده، چې دواړو لورو سره یاده طرحه شریکه شوې او دواړه لوري د طرحې په تړاوو سلا مشروې کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

