ads

روسیې د افغان سولې لپاره غونډه پلان کړې ده

روسیه د افغان سولې خبرو د پر مختګ لپاره د یوې غونډې د جوړېدا خبر ورکوي

شمس الرحمن شمس
21 کب 1399
روسیې د افغان سولې لپاره غونډه پلان کړې ده
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخارووا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د غونډې هدف یې د سولې بین لافغاني خبرو کې پرمختګ، د تاوتریخوالي کمښت او افغانستان کې د روانې وسله والې جګړې پای ته رسېدل دي.
د نوموړي په خبره دې غونډې ته د افغان حکومت، سیاسیون، طالبان، چین، پاکستان او همدارنګه د امریکا استازي وربللي دي.
ټاکل شوې چې یاده غونډه به د روانې مارچ میاشتې په اتلسمه نېټه مسکو کې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا لخوا نوې طرحه وړاندې شوې د دې طرحې له مخې به ډېر ژر د ملګرو ملتونو په مشرۍ په ترکیه کې د افغان سولې په اړه یوه لویه غونډه جوړه شي‌ او د افغان حکومت او طالبانو په ګډون به د سیمې د هېوادونو استازي هم پکې ګډون وکړي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA