د ارګ د خبرپاڼې له مخې جمهور رییس غني له استاد عبدالرب رسول سیاف، عطا محمد نور، یونس قانوني، محمد محقق، مارشال عبدالرشید دوستم، جمعه خان همدرد او پر ځینو نورو سیاستوالو سربېره د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني او د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ګډون درلود.
د افغان سولې لپاره د نوې طرحې له وړاندې کېدو وروسته افغان حکومت ویلي چې د یادې طرحې په تړاو به له جهادي او سیاسي مشرانو سره تر مشورو وروسته خپل دریځ روښانه کړي، چې اوس داسې ښکاري چې یاده لړۍ یې پیل کړې ده.
د افغان سولې په اړه د امریکا په نوې طرحه کې د افغانستان د اساسي قانون، د یو نوي ټولشموله حکومت او سراسري اوربند په اړه وړاندیزونه شوي دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دغه طرحه له طالبانو سره هم شریکه کړې ده او یادې ډلې هم ویلي چې په دې تړاو خپلمنځۍ ناستې او سلامشورې کوي.
تمه کېږي چې د دې طرحې له مخې به ډېر ژر د ملګرو ملتونو په مشرۍ په ترکیه کې د افغان سولې په اړه یوه لویه غونډه جوړه شي او د افغان حکومت او طالبانو په ګډون به د سیمې د هېوادونو استازي هم پکې ګډون وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

