ads

۲۰ داعش او طالب وسله وال د سولې له بهیر سره یوځای شوي

د کونړ ملي امنیت ریاست وایي، د سولې له بهیر سره د یوځای شویو وسله والو په ډله کې ۱۵ طالبان او پنځه نور داعش وسله وال دي.

کلید
20 کب 1399
۲۰ داعش او طالب وسله وال د سولې له بهیر سره یوځای شوي

د مالوماتو له مخې، دوی له کلونو راهیسې د کونړ په بېلابېلو ولسوالیو کې دولت ضد کړنې تر سره کولې، چې اوس پېښمانه شوي او د سولې له پروسې سره یوځای شوي دي.
تر دې وړاندې د کونړ والي له کلید سره په خبرو کې ویلي و چې په دغه ولایت کې پر داعش او طالب وسله والو سربېره اووه نورې وسله والې ډلې هم فعالیت کوي، چې دوی د مخنیوي لپاره چمتوالی نیول شوی دی.
داعش او وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA