له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان سرتېرو د هوایي ملاتړ په مرسته د کندهار په ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کې عملیات ترسره کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په دغو عملیاتو کې ۳۱ طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه لیکلي چې د هوایي بریدونو پر مهال د طالبانو درې موټر او یو شمېر وسلې له منځه وړل شوې دي.
پرون هم په درېیو ولایتونو کې د ۶۱ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا شوې وه.
تر اوسه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.


