ads

په کابل کې پر کرولا موټر چاودنه شوې

د کابل امنیتي چارواکي نن سهار مهال پر کرولا موټر د چاودنې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
20 کب 1399
په کابل کې پر کرولا موټر چاودنه شوې

د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د چهار شنبې په ورځ کلید ته وویل، نن سهار اووه بجې او ۱۸ دقیقې د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې اړوند د پنجصد فامیلیو په سیمه کې پر یو کرولا موټر ماین چاودنه شوې ده.
هغه زیاتوي په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د نوموړي په خبره، د پېښې په تړاو د دوی څېړنې روانې دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې چاودنې مسولیت نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA