ads

په فاریاب کې د ۱۰ ځانمرګو بریدونو مخه نیول شوې

دفاع وزارت وایي، د ملي اردو په عملیاتو کې د طالبانو د لسو ځانمرګو بریدونو پلان شنډ شوی دی.

محمدخان بریال
20 کب 1399
په فاریاب کې د ۱۰ ځانمرګو بریدونو مخه نیول شوې

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره ورځ وسله والو طالبانو هوډ درلود چې د فاریاب په المار ولسوالۍ کې د یو موټر بم او لسو ځانمرګو بریدونو پر مټ د افغان سرتېرو پر پوستو بریدونه وکړي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، د ملي اردو په عملیاتو کې د طالبانو موټر بم برید په نښه شوی، درې ځانمرګي بریدګر وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
افغان چارواکي که څه هم دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA