ads

پر غزني ښار دوه توغندي توغول شوي

د غزني سیمه‌ییز چارواکي پر دغه ښار د دوو توغندیو لګېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
20 کب 1399
پر غزني ښار دوه توغندي توغول شوي

د یاد ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده وایي، نن سهار شپږ بجې او ۳۰ دقیقې پر غزني ښار د وسله والو مخالفینو له لوري دوه توغندي توغول شوي دي.
د هغه په وینا، یو توغندی پر سړک او بل پر یوې هټۍ لګېدلی دی.
دی زیاتوي چې په دې پېښه کې چاته د سر زیان نه دی اوښتی، خو مالي زیانونه یې اړولي دي.
جمعه زاده که څه هم دا د وسله والو مخالفینو کار بولي، خو تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغو بریدونو مسولیت نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA