ads

معصوم ستانکزي له دیبورالاینز سره وکتل

د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي رییس معصوم ستانکزي په دوحه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورالاینز سره کتلي دي.

محمدخان بریال
20 کب 1399
معصوم ستانکزي له دیبورالاینز سره وکتل

د سولې د مرکچي پلاوي پر ټوېټرپاڼه دا خبره شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې په ترسره شوې کتنه کې اغلې لاینز ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې بهیر په سم ډول مخته یوړل شي او په دې برخه کې افغانان ښه ډاډ من شي.
هغې زیاته کړې، د سولې په تړاو د نړیوالې ټولنې د هڅو پایله باید د افغانانو له غوښتنو سره سمه وي او د هغوی ګټې خوندي کړي.
نوموړې په ورته وخت کې په افغانستان کې تاوتریخوالی غندلی او پر اوربند یې ټینګار کړی دی.
هغې افغان لوري ته د سولې په تړاو د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د پاکستان له پوځي مشرانو سره کتلي وو او د دوی تر منځ د افغانستان د سولې پر مسله او ورته نورو مسایلو بحثونه شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA