ads

د مارچ پر ۲۷مه په ترکیه کې د افغانستان په اړه ناسته کېږي

ترکي رسنیو خبر ورکړی چې د روانې مارچ میاشتې پر ۲۷مه به د افغانستان د سولې په تړاو په ترکیه چې ناسته جوړه شي.

محمدخان بریال
20 کب 1399
د مارچ پر ۲۷مه په ترکیه کې د افغانستان په اړه ناسته کېږي

د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند رسنیو ته دا څرګندونې کړې او زیاته کړې یې ده چې افغانستان ترکیې ته ډېر ارزښت لري او مهم هېواد بلل کېږي.
په ورته وخت کې یو شمېر طالب سرچینو هم رسنیو ته دا خبره تایید کړې ده.
دا ناسته د ملګرو ملتونو په مشرۍ د امریکا په وړاندیز جوړېږي.
امریکايي چارواکو بیا د ناستې نېټه نه ده تایید کړې او ویلي یې دي چې کره وخت یې تر اوسه نه دی معلوم شوی.
دا په داسې حال کې ده چې افغان سولې بهیر چټکتیا لپاره د امریکا له هڅو سره هم مهاله، ټاکل شوې تر راتلونکو اتو ورځو مسکو هم په دې تړاو د ناستې کوربه‌توب ‌وکړي.
چارواکي تاییدوي چې جمهور رییس محمد اشرف غني، د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په ګډون د چین، پاکستان او د طالبانو استازي هم دغې ناستې ته وربلل شوي دي.
د ناستې ترسره کولو هدف په دوحه کې د سولې خبرو چټکتیا ښودل شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA