ads

جمهور رییس د پوهنې په سکټور کې پر اصلاحاتو ټینګار وکړ

د افغانستان د جمهور رییس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډه کې په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو بهیر وارزول شو.

محمدخان بریال
20 کب 1399
جمهور رییس د پوهنې په سکټور کې پر اصلاحاتو ټینګار وکړ

هغه مراسم چې پرون ناوخته په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوي وو، جمهور رییس غني په پوهنې سکټور کې د اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې زموږ ښوونځي باید د اړیکو او اطلاعاتو پر مرکزونو بدل شي، له انټرنېټ سره وصل، د کتابتونونو لرونکي او ټولې لازمې درسي اسانتیاوې ولري.
ده څرګنده کړې چې په تېر وخت کې مسجدونو او مدرسو د افغان ماشومانو په رزونه کې فعاله ونډه درلودلې او باید دا بهیر ژوندی وساتل شي.
نوموړي همدارنګه ویلي، په تعلیمي نصاب کې هغه تغییرات چې د زده کوونکو اړتیاوې ځواب کړي، باید راشي او زموږ هدف باید د دیجیټل سازۍ له لارې په سیستمونو کې د اسانتیاو رامنځته کول وي.
جمهور رییس ولایتونو او لېرې پرتو سیمو ته پر لاډېرې پاملرنې، اړتیاوو ته پر ځواب ویلو، د شاګرد محورۍ پر کړنلارې، د نجونو روزنې ته پر زیاتې پاملرنې، پوهنې ته پر لاسرسي او له سیاست څخه د پوهنې پر لېرې ساتلو ټینګار وکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA