د دغه وزارت ویاندې نجیبې ارین د چهار شنبې په ورځ کلید ته وویل، دا تصمیم د زده کوونکو او والدینو په غوښتنه نیول شوی دی.
هغې زیاته کړه چې د لوړو ټولګیو درسي کتابونه ډېر دي، زده کوونکې نه شي کولی چې له دومره ډېرو درسونو سره تشریفاتي مراسم هم ترسره کړي.
د ارین په وینا، تر دې وروسته به د ترانې په ویلو او تشریفاتي مراسمو کې د ابتدایه ټولګیو له زده کوونکو ګټه واخیستل شي.
دې په ورته وخت کې دا هم وویل چې په تېر کال کې د کورونا ویروس له امله د پوهنې بهیر ټکنی شوی او په راتلونکي ښوونیز کال کې به تر ډېره تمرکز د لوړو ټولګیو د زده کوونکو پر ظرفیت جوړونه وي.
خو د دې تر څنګ د پوهنې وزارت دا پرېکړه د ځینو خلکو له غبرګون سره هم مخ شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


