دوی په ورته مهال له افغان حکومت غواړي چې پدې ولایت کې د بې وزلو میرمنو لپاره د حرفوي زده کړو او نورو کسبونو چاره وکړي، څو د خپلو ماشومانو لپاره میرمنې پخپله نفاقه پیدا کړي.
یادې میرمنې چې نن ددې ولایت د ښاروالۍ په تالار کې د مارچ ۸ د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځې په موخه راټولې شوي وې، پر وسله والو طالبانو او افغان حکومت غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي او ژر تر ژره روان ناورین ته د پای ټکی کېږدي.
د خوست د شیخ زاید پوهنتون د جنډر امره پلوشه رڼا وایي په روانه جګړه کې تر ټولو ډیر زیان افغان میرمنو لیدلی، ځکه هره ورځ د یوې میرمنې زوی او یا خاوند وژل کیږي:
(( طالبانو وروڼو ته موږ لمنې غوړوو، سوال ورته کوو چې نور دا هدفي وژنې او روانه جګړه بس کړي، همدغه سوال ورته کوو چې نور زموږ خویندې مه ازروئ.))
د خوست د ښځو چارو رئیسه شفیه نورزۍ بیا له وسله والو طالبانو غواړي چې خپلو هغو ژمنو ته وفادار پاتې شي کوم چې د میرمنو د حقونو په تړاو یې اوس مهال د رسنیو له لارې کوي.
هغه وایي دهیواد میرمنې دداسې سولې غوښتونکې دي چې ددوی د تیرو ۱۸ کلونو لاستې راوړنې پکې خوندي وساتل شي:
(( میرمنې دا غوښتنه لري چې هرکله سوله راځي میرمنې دې نه قرباني کیږي، میرمنې هغه حقوق غواړي کوم چې اسلام ورکړي دي، نه غواړو چې تیرې ۱۸ کلنې لاسته راوړنې د میرمنو په برخه کې له لاسه ورکړو.))
په ورته مهال ددې ولایت یوه تنه مدني فعاله کامله اکبري بیا د میرمنو لپاره د حرفوي زده کړو او کسبونو په پیدا کېدو ټینګار کوي او وایي چې له دې لارې کیدای شي چې په هیواد کې د میرمنو په برخه کې د بې وزله کچه راکمه او پرځان یې بسیا کړي:
(( ښځې له ډيرو مشکلاتو سره مخ دي، په لیرې پرتو سیمو کې د ښځو اقتصادي وضعیت خراب دی، دولت ته پکار ده چې ددوی لپاره عامه پوهاوی وکړي او میرمنو ته خرفوي زده کړو پروګرامونو تیار کړي، څو پخپلو ځانونو بسیا شي او د غربت کچه راکمه شي.))
د خوست د ښځو چارو ریاست د مسولینو په وینا چې که څه هم تیر ته په کتو پدې ولایت کې د میرمنو پروړاندې د تاوتریخوالي کچه راکمه شوې، خو وایي چې پدې برخه لا نور هم ډير کار ته اړتیاده چې په راتلونکي کې یې باید افغان دولت په ځانګړې ډول د میرمنو مدافع ټولنې ترسره کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

