دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۱۶ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه او ۵۰۰ زره ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۹۹ زره او ۵۷۸ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۶۴زره او ۳۲۸، په مکسیکو کې ۱۸۹زره او ۵۷۸، په هند کې ۱۵۷زره او ۶۵۶، په بریټانیا کې ۱۲۴ زره او ۶۵۴، په ایران کې ۶۰ زره او ۳۵۳ او په پاکستان کې ۱۳ زره او ۷۶ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.