ads

پاپ فرانسس عراق ته تللی

پاپ فرانسس په عراق کې د تاوتریخوالي پر پایته رسېدو ټینګار کړی.

محمدخان بریال
16 کب 1399
پاپ فرانسس عراق ته تللی

پاپ فرانسس عراق ته د سفر په لومړۍ ورځ په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي او تُندلارۍ د ختمولو غوښتنه کړې ده.
د نړۍ د کاتولیک عیسویانو ۸۴ کلن رهبر په نړۍ کې د کورونا وبا اندېښنو او د عراق امنیتي ګواښونو ته له پام پرته دغه هېواد ته سفر کړی.
پاپ فرانسس د عراق له سیاستوالو وغوښتل چې د دغه هېواد اتباعو ته مساوي حقوق تضمین کړي، له فساد سره مبارزه وکړي او د قدرت د ناوړه استفاده مخه ونیسي.
دا عراق ته چې د عیسویانو ټولنه یې د جنګ جګړو له امله د څو کلونو په اوږدو کې کمه شوې لومړنی سفر دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA