د دغه دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردک وایي، په ترسره شوې کتنه کې دواړو لورو د دوحې تړون ته ژمنتیا څرګنده کړې.
دی زیاتوي، په غونډه کې د افغانستان پر روان حالت او د بین الافغاني مذاکراتو پروسې پر چټکتیا هم بحثونه ترسره شول.
د یادولو وړ ده چې خلیلزاد تر دې وړاندې د افغان حکومت له مرکچي پلاوي او په کابل کې له حکومتي مشرانو او سیاستوالو سره کتلي وو.
خلیلزاد ویلي وو چې تلپاتې اوربند او سولې ته رسېدل د افغانانو غوښتنه ده او په همدې اړه یې له دوی سره پر بدیلو لارو چارو خبرې کړي دي.