ads

طالبانو په کندهار کې ۵۳ سرتېري ازاد کړي

د طالبانو ډله په کندهار ولایت کې د دوی له بندخونو څخه د ۵۳ افغان سرتېرو ازادېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
15 کب 1399
طالبانو په کندهار کې ۵۳ سرتېري ازاد کړي

د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي د جمعې په ورځ پر خپل ټوېټرپاڼه دا خبره کړې ده.
هغه ویلي چې دغه شمېر افغان سرتېري یې د خپل مشر د بښنې فرمان له مخې ازاد کړي او خپلو کورنیو ته یې سپارلي دي.
دا بندیان پر داسې مهال ازادېږي چې په دوحه کې د افغان سولې مرکچي پلاوي او طالبانو تر منځ د سولې په تړاو خبرې روانې دي.
که څه هم تر اوږده ځنډ وروسته دا لړۍ بیرته پیل شوې، خو تر اوسه یې د جوت پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA