ads

د پیاوړو مېرمنو جایزه اوو افغان مېرمنو ته ورکول کېږي

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پیاوړو مېرمنو جایزه هغو اوو افغان مېرمنو ته ورکړل شي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د دندو پر مهال په هدفي بریدونو کې په نښه شوې دي.

محمدخان بریال
15 کب 1399
د پیاوړو مېرمنو جایزه اوو افغان مېرمنو ته ورکول کېږي

د ټاکنو کمېسیون پخوانۍ کارمنده فاطمه خلیل، د ملي امنیت د جندر پخوانۍ رییسه شرمیلا فروغ، مریم نورزاد، په غزني ولایت کې د پولیسو افسره فاطمه رجبي، د زندانونو د چارو ادارې افسره فرشته، د انعکاس ټلویزیون خبریاله ملاله میوند او مدني فعاله فرشته کوهستاني هغه افغان مېرمنې دي چې ټاکل شوې دا جایزه تر لاسه کړي.
دا مېرمنې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په هدفمندو بریدونو کې وژل شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د کورونا ویروس له امله به د یادو جایزو د ورکړې مراسم په انلاین بڼه ترسره شي.
د دغو افغان مېرمنو تر څنګ به د بېلابېلو هېوادونو ۱۴ نورې مېرمنې هم د پیاوړو ښځو ډالۍ تر لاسه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA