دی زياتوي، حکومت بايد له حزب اسلامي سره کړې هوکړه بشپړه عملي او د دغه حزب زندانيان دې خوشې کړي او په وینا یې، که په راتلونکو لسو ورځو کې یې غوښتنې ونهمنل شي، نو خپل لاريونونه به لا پراخ کړي.
د حکمتیار په خبره، طالبان دې د حکومت له مرکچي پلاوي سره د بېپايلې مذاکراتو پر ځای د ټولنې له تاثیر لرونکو اړخونو سره د سولې مذاکرات وکړي.
حکمتیار وويل:
«داسې حکومت بايد رامنځته شي چې د ټولو خواوو او اقشارو د منلو وړ وي، موږ ارګ ته يوازې لس ورځې وخت ورکوو چې زموږ غوښتنې دې ومنل شي او د زموږ او د دوی ترمنځ شوې هوکړه بايد عملي شي.»
د ياد حزب د رهبرۍ شورا غړی عبدالستار خواصي بيا وايي، دوی په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت او ترڅنګ یې د هدفي وژنو لړۍ د پای ته رسېدو غوښتوونکي دي.
د خواصي په خبره، هغو کسانو ته به نوره اجازه ورنهکړي چې د خپل اقتدار لپاره سوله نهغواړي او د سولې پر وړاندې خنډ بلل کېږي.
خواصي وويل:
«موږ په هېواد کې د سولې او ثبات د تامين، د هدفي وژنو د ودرېدو غوښتوونکي يوو، موږ به هېچا ته نوره اجازه ورنهکړو چې د خپل اقتدار لپاره د سولې پر وړاندې خڼد شي.»
د حزب اسلامي پلويان بيا ټينګار کوي چې حکومت بايد د دغه حزب ټول زندانيان له بنده خوشې کړي.
دوی خبرداری ورکوي، تر هغې چې جمهور رییس یې استعفا ورکولو ته اړ کړی نهوي، خپلو لاريونونو ته دوام ورکوي.
لاريون کوونکو وويل:
«حکومت څخه مو غوښتنه دا ده چې د حزب اسلامي زندانيان یې چې په بېلابېلو پلمو نيولي دي بايد بېرته یې خوشې کړي او تر هغې مو چې ولسمشر استعفا او واک پرېښودو ته اړ کړی نهوي، نو لاريونونو ته به دوام ورکوو.»
جمهوري رياست بيا د حکمتيار څرګندونو په غبرګون کې وايي، د نوي حکومت رامنځته کېدو غوښتنې مطرح کول د پردېيو غوښتنې دي او له دې سره هڅه کېږي چې افغانستان بياځلي تېر وخت ته وګرځي.
د جمهور رییس د وياند مرستيال دواخان مينهپال کليد ته وويل، د نظام او حکومت په اړه پرېکړه نه د حکمتیار صلاحيت دی او نه هم د نورو ګوندونو، بلکې دا صلاحيت د ولس دی.
مينهپال وويل:
« د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د شوې هوکړې عملي کېدو لپاره کمېسيون جوړ شوی و چې په راس کې یې ضياالحق امرخېل و او نوموړي د بشپږېدو جزييات هم شريک کړي وو او دويمه خبره دا چې د نظام او حکومت په اړه پرېکړه نه د حکمتیار صلاحيت دی او نه هم د نورو ګوندونو، بلکې دا صلاحيت د ولس دی.»
د سولې او ثبات ټينګښت او د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د شوې هوکړې عملي کېدو په تړاو دا لاريون او څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل سفر پر مهال له يو شمېر سياسيونو سره د کتنې پر مهال هغوی ته د سولې پروسې په تړاو ځينې وړاندیزونه ورکړي وو.