ads

د ننګرهار د وروستي امنیتي وضعیت په اړه د مدني فعالانو او ولسي استازو اندیښنې.

مدني فعالان وایې، ورځ تربلې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې امنیتي وضعیت خرابیږي چې د نه مخنیوي په برخه کې یې پړه پر ولایتي او نورو اړونده امنیتي ادارو اچوي.

جان اغا صالح
14 کب 1399
د ننګرهار د وروستي امنیتي وضعیت په اړه د مدني فعالانو او ولسي استازو اندیښنې.

د ننګرهار وروستي امنیتي وصعیت مدني فعالان او ولسي استازي اندیښمن کړي دي.

مدني فعالانو نن د یوې خبري ناستې پرمهال په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې دهدفي وژنو، ماین چاودنو او نورو جنایي پېښو د زیاتیدو په اړه خپلې اندیښمنې له رسینو سره شریکې کړې.

دوی وایې، ورځ تربلې په ښار او ولسوالیو کې امینتي پېښې مخ په زیاتیدو دي چې دا حالت ولسونو ته د منلو وړ نه دی.

«هره ورځ یوه یا څو چاودنې او نورو ترهګریزې پېښې رامنځته کیږي چې، نور دا حالت ولسونو ته د منلو وړ نه دی او غوښتنه مو دا ده، امنیت باید کنترول شي.»

دوی په ښار او ولسوالیو کې د وروستیو امنیتي پېښو د زیاتوالي لامل په امنیتي ادارو کې د غیرې مسلکي کسانو ګمارنه، د پولیسو د تشکیل کموالی او د امنیتي پېښو په مخنیوي کې د ولایتي او نورو اړوندو امنیتي ارګانونو ترمنځ نه همغږي یادوي.

مدني فعالانو د ننګرهار پر ولایتي شورا هم نیوکې وکړې او ویې څه ډول چې لازمه ده دولس غږ یې تر چارواکو نه دی رسولی.

«ننګرهار کې د امنیت د خرابوالي یو لامل د پولیسو د تشکیل کموالی دی او بله غیر مسلکي کسانو ګمارل دي چې په حوزو او نورو امنیتي او کشفي ادارو کې ګمارل شوي دي.»

مدني فعالانو په یوه پریکړه لیک له حکومت په دې ولایت د هدفي وژنو د مخنیوي تر څنګ له عدلي او قضایي ادارو هم وغوښتل چې د ترهګریزو پېښو نیول شوي عاملین دې په سخته سزا ورسوي.

«مونږ په دې ولایت کې دهدفي وژنو د مخنیوي غوښتنه کوو، ترڅنګ یې له عدلي او قضایي ادارو غواړو چې د پېښو په اړه نیول شویو کسانو ته دې سخته سزا ورکړي او که چیرې امنیت کنترول نشي نو مونږ به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړو.»

په همدې حال کې ولسي استازي هم په دغه ولایت کې د امنیتي پېښو زیاتیدو اندیښمن کړي دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر له مرکزي حکومت وغوښتل چې په دې ولایت کې د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره ځانګړې طرحه ترتیب کړي.

«مونږ ته هم دغه اوسنی امنیتي وضعیت د منلو وړ نه دی ځکه هره ورځ د څو پېښو شاهدان یو او دا ټول زور له ولس وځي نو له مرکزي حکومت په دې برخه کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوو.»

ننګرهار کې د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنې داسې مهال راپورته کیږي، چې په دې وروستۍ یوه اوونۍ کې پرله پسې هدفي بریدونو د اوو میرمنو په ګډون ګڼ شمیر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA