ads

آیا د سولې نوې لار نقشه د حل کلي ده؟

تبصره ۴ مارچ ۲۰۲۱

کلید
14 کب 1399
آیا د سولې نوې لار نقشه د حل کلي ده؟

د افغانستان په سوله کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د سولې بهیر د پرمخ بېولو لپاره يې له افغان چارواکو سره يې پر بیلابیلو انتخابونو خبرې کړې چې د امریکا د یوه لوړپوړي چارواکي په خبره یو له دغو انتخابونو څخه له طالبانو سره د یوه مشارکتي حکومت رامنځته کول دي، خو افغانان دا انتخاب غوره ځکه نه بولي چې په تېر کې يوه ښه تجربه نه وه او پایلې يې افغانستان لا له نورو سختو سره مخ کړی چې هره ورځ نوي اړخونه مومي او دا هیواد يې د بحران کچې ته رسولی دی.

د افغانستان لپاره د سولې هيلې چې یو څه ډېرې ټکنۍ شوې وې، په امريکا کې د نوي مشرتابه له رامنځته کېدو سره یو ځل بیا وغوړېدې او دا تمه يې پیدا کړه چې تېرو تجربو ته په پام چې د سولې په برخه کې په هيڅ ډول موثرې تمامې شوې نه دي، په افغانستان کې د دایمي سولې د ټينګېدو لپاره به امریکا له طالبانو سره د لاسلیک شوې هوکړې تر ارزونې وروسته پر داسې يوې حل لارې غور کوي چې په افغانستان کې د دایمي سولې سبب وګرځي او د هیڅ یوه ښکېل لوري له خوا به ننګوونو سره نه مخ کېږي.

خو اوس کابل ته د خلیلزاد له راتګ وروسته د داسې طرحو خبرې کېږي چې ښايي هم د متخاصمو خواوو له خوا ونه منل شي او هم د افغانانو ملاتړ خپل نه کړي.

ویل کېږي چې ښاغلی خلیلزاد په دې سفر کې یو شمېر انتخابونه د افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو مخې ته ايښي چې د دوی د نه خوښې وړ ګرځېدلي. خلیلزاد به تر دې وروسته دغه انتخابونه له طالبانو سره هم شریکوي چې تر دې مخکې امریکا ورسره یوه هوکړه لاسلیک کړې او طالبان لا هم له هغې هوکړې چې ظاهرا د هغوی په ګټه ښکاري، کلکه دفاع کوي.

په دې برخه کې افغانان دوی اندېښنې لري، یوه دا چې دا لار نقشه جنجالي ده او ممکنه ده چې منل او نه منل يې ډېر وخت په بر کې ونیسي. که چېرته داسې وشي، باور دا دی چې جګړې به هم دوام کوي او د افغانانو ژوند به د مرګ له ګواښ سره مخ کوي.

دویمه اندېښنه يې دا ده چې که چېرته دا لار نقشې ومنل شي، آیا د واقعي سولې په ررامنځته کولو کې به کومه اساسي مرسته وکړي؟

که څه هم په تېرو دوه درې لسیزو کې سیاسي ګوندونو او تنظیمونو د واک ترلاسه کولو لپاره خپلو کې ستونزې درلودې او د دې ستونزې د لرې کولو لپاره د حکومت بیلابیلې بڼې وازمایل شوې، خو یوه بڼه هم ونه کولای شوه چې افغانستان او افغانان د جګړې او تاوتریخوالي له منګولو وژغوري، اوس هم که چېرته داسې یو څه وشي، نتیجه به تر ډېره پورې منفي وي.

سیاسي ګوندونه چې اوس دغه حالت ښه درک کولای شي، فکر نه کېږي چې پر لار نقشو اتکا وکړي. په تېرو څو ورځو کې چې کومې غونډې شوې او کومې ځانګړې څرګندونې شوې، د سیاسي ګوندونو دريځ دا ښکاري چې دوی په افغانستان کې د یوې واقعي سولې د رامنځته کېدو لېواله دي او غواړي چې داسې یوه لار نقشه غوره شي چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي او په رښتني معنا سوله رامنځته کړای شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA