ads

د دوحې تړون یو کال پوره شو

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسليک يو کال تېرېږي، خو جمهوري رياست بيا وايي، طالبانو د شوې هوکړې موارد نه‌دي عملي کړي او حکومت او امريکا له دې هوکړې راضي نه‌دي.

منصور یوسفزی
10 کب 1399
د دوحې تړون یو کال پوره شو
قطر

د چارو شنوونکي بيا ټينګار کوي چې د يادې هوکړې تر ټولو مهمه لاسته راوړنه دا وه چې د دواړه خواوې یې خبرو ته سره کېنول.

طالبان بيا وايي، د شوې هوکړې ټول مواردو ته ژمن دي او په خبره یې د دغې هوکړې له‌مخې یې خپل پوځي عمليات کم کړي دي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون يو کال مخکې د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې لاسليک شو، د يو کال په تېرېدو سره جمهوري رياست وايي، طالبانو د سولې تړون موارد نه‌دي عملي کړي او افغان حکومت او امريکا له دې هوکړې نه‌دي راضي.

د جمهور رییس مرستيال وياند دواخان مينه‌پال کليد ته وويل، د دغه تړون له‌مخې طالبانو بايد له ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړی وی، سرتاسري اوربند یې اعلان کړی و او ترڅنګ یې بايد تاوتريخوالی کم شوی وی، خو طالبانو دا کار نه‌دی کړی.

مينه‌پال وويل:

«زموږ او د امريکا دريځ په دې اړه روښانه دی، نه موږ او نه هم امريکا لوری د دې هوکړې له عملي کېدو راضي يوو، طالبانو د شوې هوکړې تعهدات نه‌دي عملي کړي، دوی بايد تاوتريخوالی کم کړی وی، اوربند یې اعلان کړی وی او له ترهګرو ډلو سره یې بايد خپلې اړيکې پرې کړې وی چې دا کار یې نه‌دی کړی.»

په ورته مهال د مصالحې عالي شورا بيا وايي، د امريکا او طالبانو د هوکړې له‌مخې بين‌الافغاني مذاکرات پيل شول، خو طالبان بيا مذاکراتو ته نه حاضرېږي.

د مصالحې شورا وياند فريدون خوځون وايي، طالبان د شوې هوکړې له‌مخې له ترهګرو سره د خپلو اړيکو پرې کولو او تاوتريخوالي کمولو مواردو ته ژمن نه‌دي پاتې شوي.

د خوځون په خبره، تمه دا وه چې د بين‌الافغاني مذاکراتو له‌ پيلېدو سره به سراسري اوربند ټينګ شي چې تر اوسه پورې نه‌دی شوی.

خوځون وويل:

«د امريکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه يوه کلنه شوه، د دې هوکړې پر بنسټ په دوحه کې بين‌الافغاني مذاکرات پيل شول، د افغانانو تمه دا وه چې په دوحه کې به د بين‌الافغاني مذاکراتو له پيلېدو سره تاوتريخوالی کم او سراسري اوربند اعلان شي، خو دا کار نه‌دی شوی او بل‌خوا طالبانو هم خپل تعهدات نه‌دي عملي کړي.»

د چارو شنوونکي بيا د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې عملي کېدو او د اغېزو په تړاو یې بېلابېل نظرونه لري.

د سياسي چارو شنوونکی صدیق پتمن وايي، د امريکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړې، بين‌الافغاني مذاکراتو پيلېدو ته زمينه برابره کړه او همدا د دې هوکړې ښه پرمختګ په ګوته کېدای شي.

دی زياتوي، اوس دا حکومت او طالبانو پورې تړاو لري چې له دې فرصت څخه سولې ته د رسېدو او جګړې پای ته رسېدو لپاره څنګه ګټه پورته کوي.

پتمن کليد ته وويل:

«د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ په دوحه کې خبرې پيل شوې، همدا د دې هوکړې تر ټولو مهمه لاسته راوړنه ده، نور خو هر څه دواړو خواوو پورې تړاو لري چې دوی له دې فرصت څخه څنګه استفاده کوي.»

پوځي کارپوه يوسف امين ځاځی بيا وايي، د هوکړې تر لاسليک وروسته د شاوخوا يو کال په موده کې د جګړې په څرنګوالي او شدت کې تغييرات راغلي، خو بيا هم افغانان وژل کېږي.

دی د امريکا او طالبانو ترمنځ شوی تړون ناقص بولي او ټينګار کوي چې او په‌دې تړون کې ناظر، څارونکي او درېيم‌ګړی شتون نه‌لري.

د ځاځي په خبره، ناټو او امريکا خپل مکلفيت نه‌دی او له دې تړون سره امريکا يوازې خپل سرخوږی راکم کړ.

ځاځي کليد ته وويل:

«بلکل په د هوکړې تر لاسليک وروسته د جګړې په شدت او څرنګوالي کې د پخوا په پرتله تغييرات راغلي دي، خو سره له دې بيا هم افغانان، سرتيري او ان په خپله طالبان وژل کېږي.»

که څه هم د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له لاسليک وروسته په وار وار سره له طالبانو د اوربند د ټينګښت او د تاوتريخوالي د کمښت غوښتنې شوي، هغه غوښتنې چې د ډېرو په باور تر اوسه نه‌دي منل شوي.

د سياسي چارو شنوونکي ستانه‌ګل شېرزاد بيا دې مسايلو ته په اشارې وويل، طالبانو ته سخته ده چې اوربند وکړي، ځګه هغوی داسې فکر کوي چې د جګړې په صورت کې خپلې غوښتنې پر حکومت منلی شي.

شېرزاد کليد ته وويل:

«زما په اند دا به طالبانو ته سخته وي چې اوربند ته غاړه کېدي او دا دې ومني، ځکه طالبان داسې فکر کوي چې د جګړې له لارې دوی کولی شي خپلې غوښتنې پر حکومت ومني.»

طالبانو بيا ويلي، دوی د شوې هوکړې ټولو مواردو ته ژمن دي او په خپلو پوځي عملياتو کې یې کم‌والی راوستی دی.

دوی په يوه خبرپاڼه کې يو ځل بيا ټينګار کړی چې د شوې هوکړې له‌مخې امريکا خپل سرتيري په د می مياشتې په ۱۴مه له افغانستان وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر اساس په دوحه د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA