د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
تر چاودنې وروسته په کارخونه کې اور لګېدنه هم رامنځته شوې او د یادې کار خونې ډېرې برخې یې سوزولې دي.
د هند پولیس وایي، د چاودنې لامل معلوم نه دی او په تړاو یې د دوی څېړنې روانې دي.
ویل کېږي چې د ټپي شوي تن روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
تر اوسه معلومه نه ده چې پېښه له ترهګرۍ سره تړاو لري که نه.