ads

په هرات کې موټر بم برید شپږ پاڅونوال وژلي

په هرات کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې په موټر بم برید کې شپږو پاڅونوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

محمدخان بریال
7 کب 1399
په هرات کې موټر بم برید شپږ پاڅونوال وژلي

د هرات والي سید وحید قتالي پېښه تایید کړې ده او ویلې یې دي چې په دې پېښه کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ورته وخت کې د هرات یوې سیمه‌ییزې سرچینې کلید ته وویل، دغه موټر بم برید تېره شپه ناوخته د هرات په کهسان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ترسره شوی دی.
د ده په خبره، په یاد برید کې شپږ پاڅونوال وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA