د سرچینو په وینا، ټاکل شوې چې داودزی به له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله او نورو اړوند موضوعاتو خبرې وکړې.
رسنیو زیاته کړې چې عمر داودزی به د سولې پروسې په اړه د پاکستان او افغانستان امن کمېټې په غونډه کې د خپل هېواد استازيتوب هم وکړي.
دا کمېټه د تېر کال په نومبر مياشت کې افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان تر سفر وروسته جوړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د فبرۍ پر ۲۲مه د طالبانو او حکومت تر منځ بیا خبرې پیل شوې دي.
تر دې وړاندې د مذاکره کوونکو پلاویو تر منځ لیدنې او کتنې درېدلې وې.