ads

د زرغون خوست په نوم د نیالګیو کلنۍ مېله 

د نيالګيو کښېنولو دا ميله هر کال د ولايتي مسوولينو په ځانګړي ډول د ښاروالۍ له خوا تنظیمېږي، چې په ترڅ کې يې د دغه ولايت سلګونه ځوانان، مدني فعالان او نور خلک په رضاکارانه ډول ګډون کوي.

بختاجان بختیار
7 کب 1399
د زرغون خوست په نوم د نیالګیو کلنۍ مېله 
د نیالګیو کېنولو دا میله د خوست ښار لودیځ لوري ته د ځوانانو د پارک په نوم نومول شوي ځای کې جوړه او درې ورځې به دوام کوي.
خوست ښاروال دوکتور نوید روشان وایي چې سږکال به هم د نورو کالونو په څېر په دې درې ورځنۍ میله کې شاوخوا لس زره نیالګي کېنوي:
«سږ کال به موږ انشاءالله شاوخوا لس زره نیالګي کېنوو، چې په دې کې شپږ زره د ښاروالۍ له لوري دي او څلور زره د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازی په شخصي لګښت باندې اخیستل کېږي، چې په دې کې ډيری یې میوه لرونکي او زینتي نیالګي دي.»
خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي د یادې میلې پرمهال وویل د ځوانانو دا تفریحي پارک چې اوس مهال بې ونو او بې بوټو دی، هڅه کوي چې دا سیمه شنه او د خوستوالو لپاره ساعتیري پر یو ښه ځای بدل کړي:
«دا چشن څو کاله کېږي چې د زرغون خوست په نوم کېږي، موږ به هڅه وکړو، هغه نیالګي چې کېنوو هغوی ته پر وخت اوبه ورکړو څو له وچېدو یې مخنیوی شوی وي.»
دې میلې ته د خوست له ټولو سیمو په سلګونه ځوانان او ان له پکتیا هم ورته خلک راځي، چې دلته د سیمه ییزو هنرمندانو کنسرټونو ته اتڼونه کوي او ترڅنګ یې هر راغلی کس نیالګی هم کېنوي.
د عبیدالله قیومي او هارون محمدي په نومونو دوه تنه راغلي ځوانان وايي خوښ دي چې د زرغون خوست په میله کې یې ګډون کړی او ترڅنګ یې پخپلو لاسونو د ځوانانو تفریحي پارک کې نیالګي کېنول، خو له مسولینو غواړي چې په پالنه او ساتنه کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.
عبیدالله قیومني: «نن ورځ موږ ډير د خوښۍ احساس کوو، چې په دې میله کې مو اشتراک کړی او ځوانان نیالګي کېنوي، خو د خوست ښاروالۍ څخه مو غوښتنه داده چې سمه پالنه یې وکړي.»
هارون محمدي: « د خوست میلې لپاره په دې هیله راغلي چې نیالګي کېنوو او دا سیمه شنه شي، خو په ورته مهال غوښتنه کوو، چې د ځوانانو په لاس کېنول شوي نیالګي بې اوبو او بې ساتنې پاتې نشي.»
دیادونې ده چې په خوست کې له تیرو څو کالونو راهیسې د زرغون خوست په نامه د نیالګیو د کېنولو مېله هرکال د پسرلي له پیلیده وړاندې  ترسره کېږي، چې پکې د خوست په مختلفو عامه ځایونوکې نیالګي کېنول کېږي.
د نیالګیو د کینولو دې دودیزې مېلې ته راغلي ځوانان د مسولینو دا ګام ستايي او په ورته مهال یې غوښتنه  داده، چې د ډیرو نیالګیو پرځای دې کم کېنول شي، خو پالنې دې یې سمه ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA