له دغه وزارت څخه پرون ناوخته خپره شوې اعلامیه وایي، هغه مراسم چې په همدې هدف په اطلاعاتو فرهنګ وزارت کې جوړ شوي وو، د هېواد وتلي سندرغاړي استاد ګل زمان ته د پښتو موسیقۍ د بابا لقب او استاد صفدر توکلي ته د دمبورې د استاد لقبونه ورکړل شول.
د دغه وزارت سرپرست وزیر طاهر زهیر ویلي، سندرغاړي د خپل هنر په مرسته د خلکو زړونه خوښ ساتي او په وینا یې، دغه وزارت په ټوله مانا د هغوی ملاتړ کوي.
د وزارت د اعلامیې پر اساس، تر دې وړاندې ظاهر باختري، غلام فرید احمدي، ثمن ګل. عبدالمجید سپند، طلامحمد تخاري او یو شمېر نورو هنرمندانو ته هم لقبونه او مډالونه ورکړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې هنرمندانو تل نیوکه کړې چې حکومت ورته پام نه دی کړی او له دولت یې د مرستې غوښتنه کړې ده.