ads

اروپایي ټولنې افغانستان ته د ملاتړ ډاډ ورکړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې د افغانستان او اورپایي ټولنې د بشري حقونو، ښې حکومتوالۍ او کډوالۍ په اړه د ځانګړې کاري ډلې درېیمه ناسته ترسره شوه.

محمدخان بریال
7 کب 1399
اروپایي ټولنې افغانستان ته د ملاتړ ډاډ ورکړ

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دا ناسته د ویډیویي کنفرانس له لارې ترسره شوه چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین میرویس ناب او د اروپایي ټولنې د اسیا او اقیانوس سیمې مرستیالې پاولا پمپلوني ګډون درلود.
خبرپاڼه زیاتوي، په دغه ويديو کنفرانس کې ښاغلي ناب د افغانستان په اړه په جینوا کنفرانس کې د افغانستان د نړیوالو همکارانو د قوي ژمنې او د بشري حقونو د فعالینو، خبریالانو او د مدني ټولنې د غړو د هدفي وژنو په غندلو کې د اروپايي ټولنې د وروستي دریځ ستاینه وکړه او دا ټولنه يې په افغانستان کې د بشري حقونو په ساتنه او د سولې او ثبات د ټینګېدو لپاره خورا مهم وباله.
په ورته وخت کې پمپلوني بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدل، د خبریالانو، مدني فعالانو په نښه کېدل او پر ملکي وګړو بریدونه غندلي دي.
نوموړې په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو په لاسته راوړنو هم ټینګار کړی او په دې برخه کې یې افغان حکومت ته د ملاتړ ډاډ ورکړی.
دا ناسته پر داسې مهال ترسره کېږي چې له لاهم په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه مخه په ډېرېدو ده او تر څنګ یې د سولې په خبرو کې هم پرمختګ نه دی شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA