ads

ننګرهار کې د کرونا ضد واکسین د ویشل لړۍ پیل شوه

د دې ولایت روغتیایي چارواکي وایې، ننګرهار  ته ۲۴ زره ۶ سوه شل ډوزه د کرونا واکسين ورکړل شوي، چې ۱۲۳۱۰ کسانو ته به د يوې مياشتې په موده کې دوه ځلې تطبيق شي.

جان اغا صالح
6 کب 1399
ننګرهار کې د کرونا ضد واکسین د ویشل لړۍ پیل شوه

د هیواد له نورو ولایتونو سربیره په ننګرهار کې هم د کرونا وایروس ضد واکسینو دویش لړۍ پیل شوه.

روغتیایي چارواکي وایې، ننګرهار  ته ۲۴ زره ۶ سوه شل ډوزه د کرونا واکسين ورکړل شوي، چې ۱۲۳۱۰ کسانو ته به د يوې مياشتې په موده کې دوه ځلې تطبيق شي.

د ننګرهار دعامې روغتیا رئیس نصیر احمد درانی وایې، چې په لومړي پړاو کې به روغتيایي کارکوونکو او نظاميانو ته یاد واکسین تطبیق شي.

« ننګرهار ته د څلورویشت زورو څخه د زیاتو کسانو سهم ورکړل شوې او د کرونا کوم واکسین چې مونږ ته رارسیدلي لومړی به روغتیایي او بیا به نظاميانو ته تطبیق شي او له دې وروسته به بیا نورو ادارو ته هم د یادو واکسیونو د ویش لړۍ وغځول شي.»

په همدې حال کې د ننګرهار د والي مرستیال ببرک میاخیل وایې، هڅه کوي له دې وروسته د کرونا ضد واکسین تعلیمي ادارو او نورو مستحقو خلکو ته ور ورسوي.

«د کرونا ضد واکسینو کومه لړۍ چې پیل شوې لومړي روغتیایي او نظامیانو ته کیږي او له دې وروسته به تعلیمي ادارو ته دغه واکسین وویشل او لا هڅه کوو چې ټول مستحقو خلکو ته تطبیق شي.»

بل لورو ته بیا عام ولس که څه هم د کرونا ضد واکسینو لړۍ پیلدو ته خوښ دي، خو اندیښنه یې دا ده چې ولسي خلک دې د یادو واکسینو د تطبیق په برخه کله پامه نه غورځول کیږي.

« د کرونا د اکسینو کومه لړۍ چې پيل شوې ډیر ورته خوشاله یو، خو غوښتنه مو دا ده چې باید په ټولو خلک یو ډول تطبیق شي نه دا چې فساد په کې وشي او مستحق خلک پاتې شي.»

خو په ورته مهال بیا روغتیایي چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې، ننګرهار کې به د کرونا ضد واکسین په شفاف ډول وویشل شي.

د عامې روغتیا رئیس نصیر احمد درانی:

«د کرونا واکسینو کوم سهم چې ننګرهار ته ورکړل شوې دا به په شفاف ډول مستحقو کسانو ته په سلسله وار ډول ویشل کیږي او وخت په تیریدو به هیڅوک هم تر پاتې نشي.»

افغانستان سره د کرونا ضد واکسینو په برخه کې هند د ۵۰۰ زره ډوزو مرسته کړې چې، د تطبیق لړۍ یې د تیرې سې شنبې په ورځ په رسمي ډول پیل شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA